د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لاره یو ځل بیا د باروړونکو موټر پرمخ تړل شوې چې له امله یې، دواړو لوریو ته سلګونه موټر ایسار دي.
پاکستاني او د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي وايي، د باروړونکو موټروچلوونکو د اړینو اسنادو د نهلرلو له امله له کرښې د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاکستان له افغانستان سره د نوي تړون له مخې موټرچلوونکو ته د ټاد په نامه د تګراتګ اسناد اړین ګرځولي او د جولای یو دېرشمه یې د دغو اسنادو د برابرولو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه.
پاکستاني رسنیو تورخم کې د دغه هېواد د ګمرک چارواکو له قوله یلي، دوه اړخیزه سوداګري روانه ده، خو په وینا یې، هغه موټرچلوونکي چې د تګراتګ اسناد نهلري، توکي نهشي بارولی.
یادو رسنیو د افغان چارواکو له قوله بیا د دې ستونزې هواري لپاره د خبرو پیل خبره هم کړې ده. د اسناد نشتون دواړو لوریو ته موټرچلوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي.
د ځینو راپورونو له مخې، ایسارو موټرو کې د توکو د خرابېدو وېره هم شته. دا مهال چې افغانستان کې د تازه مېوو وخت دی، ډېری سوداګر مېوې پاکستان ته لېږدوي او دغه هېواد یې، ښه بازار ګڼل کېږي.
له دې وړاندې هم د تورخم دروازه په وار وار تړل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او ځینې وخت د هوکړو له مخې، بېرته پرانېستل شوې ده.