اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.
د سلاموطندار راډیو تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.
د اختر په لومړۍ ورځ افغانستان کې اکثر خلک قرباني کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روغتیاپالانو هېوادوالو ته لارښوونه کړې چې د ذبح پرمهال دستکش په لاسونو کړي او ماسکونه وتړي، ځکه چې د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.
کابل کې د انتاني روغتون مسوولانو رسنیو ته ویلي، سږکال د کانګو تبې مثبتې پيښې د تېر کال په کې له لسو تر پنځلسو سلنې ډیرې شوي.
د یادونې ده چې د سعودي عربستان په ګډون ګڼو هېوادونو کې تېره ورځ جمعه د لوی اختر لومړۍ ورځ وه.



