نن د فبرورۍ میاشتې ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.
دغه ورځ هرکال په دې موخه چې حکومتونه، کورنۍ او ادارې د مورنۍ ژبې ارزښت ته وهڅول شي، نمانځل کېږي.
د ملګروملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» نن شنبه د حوت ۲ / د فبروري ۲۱ پر خپله ویپاڼه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، ژبنۍ تنوع په پرلهپسې ډول د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ شوې.
دغه بنسټ د ژبنۍ تنوع او د مورنۍ ژبې پر بنسټ د ټولګډونه زدهکړې لپاره د پانګونې غوښتنه کړې.
یونسکو زیاته کړې چې د نړۍ له ۴۰ سلنې ډېر وګړي په داسې ژبه زدهکړو ته لاسرسی نهلري چې دوی پرې خبرې کوي یا یې درک کولی شي.
د یادونې ده چې د ملګروملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» ۱۹۹۹ کال کې د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکې ویلي وو چې هېواد کې تر ۳۰ زیاتې ژبې شتون لري او خبرې پرې کیږي.