د اسټرالیا په کوربهتوب د نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د هند کرېکټ ملي لوبډله له انګلستان سره لوبه کوي.
پرون د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان بریالۍ شو چې نیوزیلنډ ته ماته ورکړي او پایلوبې ته لاره پیدا کړي.
د یادې لوبې ګټونکې لوبډله به د راتلونکې یکشنبې پر ورځ په پایلوبه کې له پاکستان سره ولوبېږي.
هند لوبډلې په روان نړیوال جام کې یوازې یوه لوبه بایللې او پاتې څلور یې ګټلې دي، خو انګلستان بیا یوه لوبه بایللې یوه یې د باران له امله لغوه شوې او درې یې ګټلې دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې هند څلور ځل انګلستان ته ماته ورکړې او انګلستان بیا یو ځل هند مات کړی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۱۲:۳۰ بجې د اسټرالیا اډلېډ کې پیل شي.