Asset 1SWN

سلام وطندار

نن د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده

راډیو

نن د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ د راډیو د ارزښت، اغېز او رول د یادونې لپاره ځانګړې شوې او هر کال ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.

سر له دې چې د راډیو له جوړېدو څه باندې یوه پېړۍ ټېره شوې، خو دغه رسنۍ لا هم د اطلاعاتو او مالوماتو شریکولو تر ټولو ارزانه، ساده او د لاسرسي وړ وسیله ده چې په پراخ کچه اورېدل کېږي.

افغان ټولنه کې هم راډیو ځانګړی ځای لري او تر ډېره د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي راډیو اوري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د دې ورځې په مناسبت وايي، راډیو له څه باندې سلو کلونو راهیسې افغانان روزلي او یو له بل سره نښلولي.

د یوناما سرپرستې جورجت ګانیون په خپل پیغام کې زیاته کړې چې نن هم راډیو د میلیونونو افغانانو لپاره، په ځانګړي ډول په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې، د مالوماتو اساسي او باوري سرچینه ګڼل کېږي.

نوموړې د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په استازیتوب افغانستان کې د راډیو کارکوونکو سره خپل پیوستون څرګند کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام