د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن «جمعه، مرغومې اتمه» د عربيمتحده اماراتو په کوربهتوب د یاد هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د عربيمتحده اماراتو په کوربهتوب د شارجې کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
افغانستان به د راشدخان پرته خپل نوي لوبډلمشر سره د عربيمتحده اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه وکړي. راشدخان د ملا ټپ له کبله د ریزرف لوبغاړو په نوملړ کې اخیستل شوی او اصلي نوملړ کې نهلیدل کېږي.
د کرېکټ بورډ لهخوا یادو سیالیو ته د اعلان شوي نوملړ له مخې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د لومړي ځل لپاره د ځوان توپوهونکې ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې د اماراتو پر وړاندې ولوبېږي.
په یاد نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمنالله ګربز (وېکټساتونکی)، محمداسحق (وېکټساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمتشاه، دروېش رسولي، محمدنبي، نجیبالله ځدراڼ، کریم جنت، عظمتالله عمرزی، شرفالدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمدسلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد ته ځای ورکړل شوی دی.
دغهراز څلور احتیاطي لوبغاړي راشدخان، اکرام عليخېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی هم د یادو سیالیو برخه دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې مجیبالرحمن، نوینالحق او فضلالحق فاروقي له دې امله دې سیالیو ته نومولي چې یادو لوبغاړو د یوه برېښنالیک له لارې یادې ادارې ته د ملي لوبډلې سیالیو کې د لوبېدو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.
د کرېکټ بورډ د خبرپاڼې پر بنسټ یادو لوبغاړو له کرېکټ بورډ همداراز غوښتنه کړې چې د دوی پر وړاندې د شوې پرېکړې په اړه بیاکتنه وشي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغانستان کرېکټ بورډ روانه اوونۍ پر یادو درېوو لوبغاړو د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د سیالیو نهکولو او لیګونو کې د لوبېدو په غبرګون کې بندیزونه لګولي وو.