Asset 1SWN

د روزګان والي صرافانو ته: د مشرتابه د حکم پلي‌‌کول در باندې واجب دی

c12a00f5-8be4-4f57-9f05-4377083588cd

د روزګان والي محمدعلي جان احمد دغه ولایت کې له صرافانو او پانګه‌والو سره د ناستې پر مهال ویلي چې د مشرتابه د حکمونو او فرمانونو پلي‌کول واجب دي.

د نوموړي په وینا، هغه فرمانونه چې د مشرتابه او مسوولانو له لوري ورکول کېږي، خلک باید لومړیتوب ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه همداراز دې ناسته کې ویلي: «د امیر امر ته غاړه کېښودل واجب دی، نو له همدې امله ټول روزګانیان مکلف دې چې خپله راکړه ورکړه پر افغانیو ترسره کړي.»

د روزګان والي همداراز دې ناسته کې ټينګار کړی، هغه کسان چې د سرپرست حکومت اصولو ته غاړه نه‌ږدي د نظام او ملت سره خیانت کوي.

له نږدې دوو میاشتو راهیسې د هېواد په سوېلي ولایتونو په ځانګړې توګه روزګان او کندهار کې د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې او چلښت مخنیوي هڅې پیل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په یادو ولایتونو کې په وار وار چارواکو خلکو او صرافانو ته امر کړی چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې له بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د کالدارې له کارونې ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام