د کابل یوشمېر اوسېدونکي بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو څخه شکایت کوي او وايي، دې وروستیو ورځو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې لوړېدو سره، د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.
د کابل ښار اوسېدونکي شېرمحمد سلاموطندار ته وویل چې باید د توکو بیې کنټرول شي. «باید د دې ښار بیې کنټرول شي، حیران پاتې یووچې دلته د پلور لپاره راغلي یوو، نرخونه ډېر لوړ دي او ویل کېږي چې ډالر پورته تللي، که ښکته وي، څوک به پر خلکو په ټيټه بیه توکي وپلوري.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل یوه بل اوسېدونکي خېرمحمد هم وویل: «ما یوه کیلو لوبیا په ۱۲۰ افغانۍ واخیستله او باید نرخونه کنټرول شي او که کنټرول نهشي، نور به یوه کیلولوبیا په ۱۵۰ افغانۍ اخلوو او نن شېبه په شېبه د خوراکي توکو بیې بدلېدې.»
د کابل ښار منډيي کې دوکاندار نورعالم وویل، د ډالرو بیې لوړېدو په دلیل بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي. «د یوې بورۍ اووړه بیه ۱۳۰۰ افغانۍ وه او نن ۱۴۰۰ افغانۍ ته ورسېده، یوه ۱۶۰۰ بوشکه غوړي، ۱۷۰۰ افغانۍ و او اوس ۱۹۰۰ افغانۍ دي او وریځې ۲۱۰۰ افغانۍ وې چې نن ۲۳۰۰ افغانۍ او د دې په څېر نور توکي هم لوړ شوي دي.»
د سلاموطندار خبریال هڅه وکړه د توکو بیې لوړېدو په تړاو د کابل ښاروالۍ نظر هم ترلاسه کړو، خو مسوولان یې ځواب ویلو ته حاضر نهشول.
ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان بانک باید بازارونو ته د لا ډېرو ډالرو په وړاندې کولو سره، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو مخه ونیسي. «د اساسي توکو بیې لوړې شوي او حکومت باید پلان تر لاس لاندې ونیسي او بهرني اسعار بازار ته وړاندې کړي، ګنې د اساسي توکو بیو کې به بدلون راشي.»
د افغانستان بانک تېره ورځ وویل، د هېواد د اسعارو بازارونو کې بدلونونه یو معمول اقتصادي حالت دی او هېوادوال دې په دغه برخه کې اندېښنه نهلري.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، کافي مالي سرچينې په واک کې لري او د بيو د ثبات، د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي.