Asset 1SWN

د ا.ا د واکمنۍ درې کاله؛ عبدالکبیر: د زمري۲۴مه د ۵۰کلن ناورین د پای ورځ ده

GU6ozpQa4AAfpsa

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې د زمري ۲۴مه نه‌یوازې دا چې د بریا ورځ ده، هېواد کې د ۵۰ کلن ناورین د پای ته رسېدو ورځ هم ده.

نوموړي چې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د درېیمې کلیزې په نمانځ‌غونډه کې وینا کوله همداراز وویل، سرپرست حکومت داسې نظام رامنځته کړی چې هېواد کې یې، د پنځو لسیزو جګړو ته د پای ټکی کېېښود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټينګار وکړ چې د تېرو پنځو لسیزو پرمهال هېواد کې داسې نظام نه‌و رامنځته شوی چې د اسلامي امارت په څېر د ولس پراخ ملاتړ ولري او پر ټول هېواد واکمن واوسي.

د نوموړي په وینا هېواد کې د واک جزیرې له‌منځه تللي او په وینا یې، د ورورولۍ فضا رامنځته شوې.

مولوي عبدالکبیر همداراز وویل چې سرپرست حکومت په بهرني سیاست کې ډېرې لاسته‌راوړنې لري او زیاته یې کړه چې له ګڼو هېوادونو سره رسمي سیاسي اړیکې او تعامل روان دی.

عبدالکبیر د خپلو خبرو پرمهال وویل چې دا مهال د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې د سرپرست حکومت استازولۍ فعالې دي چې هېواد کې هم د یو‌شمېر هېوادونو سفارت‌خونې خپل فعالت کوي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه، که څه هم هېوادونو د سرپرست حکومت د رسمیت‌پېژندنې اعلان نه‌دی کړی، خو په وینا یې، رسمي تعامل او اړیکې ورسره پالي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اسلامي امارت درې کاله وړاندې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه پر ټول هېواد بیاواک ترلاسه کړ، خو تراوسه په رسمي توګه د هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام