د پاکستان پوځ وايي چې د دغه هېواد په خېبرپښتونخوا ایالت کې له وسلهوالو سره د نښتو پر مهال درې پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې «ISPR» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سرتیري پرون جمعه د سپټمبر دویمه په شمالي وزیرستان او خېبر ولسوالیو کې د دوو جلا نښتو پر مهال وژل شوي دي.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې، دوه پوځیان هغه مهال ووژل شول چې سیمه کې د وسلهوالو پر ضد پر عملیاتو بوخت وو. په ورته مهال د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالي کې د یوه جلا برید پرمهال یو پاکستانی سرتیری وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې وسلهوالو سره د ډزو په تبادله کې یو وسلهوال هم وژل شوی دی. تراوسه د دې بریدونو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان په یوشمېر سیمو کې وسلهوال بریدونه زیات شوي چې له امله یې د دغه هېواد حکومت او خلک اندېښمن کړي.