Asset 1SWN

خوست ښار کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې پيل شوې

IMG-20230916-WA0012

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د مرکز متون ښار اړوند ناحیو کې یې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک او ویالو رغولو پروژې پیل کړې دي.

دغه درې پروژې چې د سلګونه مټره سړکونو او ویالو رغول په‌کې شامل دي، رغنیزې چارې یې نن شنبه د وږي ۲۵مه د مسوولانو له لوري پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خوست ښاروال بسم‌الله بلال وايي چې د ښار په لومړۍ، دويمه او درېیمه ناحيه کې يې د ويالو او سړکونو د درېوو پروژو چارې پيل کړې چې ټول لګښت یې ۵۴ میلیونه افغانۍ کېږي او د دولت له بوديجې به ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، په لومړۍ ناحيه کې به ۴۸۰ متره سړک او ويالې، په دويمه او درېیمه ناحيو کې به د ۶۵۰۰ متره په اوږدوالي سړکونه او ويالې جوړې شي.

د مسوولانو په وینا، سږکال د حکومت له لوري خوست ښاروالي ته ۱۱۲ میلیونه بوديجه ورکړل شوې چې د پیل شویو درېوو پروژو لګښت هم له همدې بودیجې ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دوی زیاته کړې چې دغه سړکونه او ویالې به په بنسټ‌ییزه توګه رغول کېږي او په وینا یې، نږدې راتلونکې کې به خوست ښار کې نورې پراختيايي پروژې هم پيل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام