د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې کندهار ښار کې د یوه ځانمرګي برید له امله درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
پېښه نن پنجشنبه، وري دویمه، سهار ۸:۳۰ بجې د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند «کابل بانک» مخې ته شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشېد سلاموطندار ته وايي، پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې چې پر مهال یې درې ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه نن پنجشنبه سهار۸:۳۰ بجې د ياد بانک مخ ته هغه مهال رامنځته شوې چې خلکو له بانک څخه د خپلو پیسو راوستلو ته لیکه جوړه کړې وه.
د کندهار د امنیې قومنداني ویاند ټينګار وکړ چې دغه ځانمرګی په عامه سیمه کې شوی او ډېری مرګژوبله هم ملکیانو ته اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي. د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.
تراوسه د یاد ځانمرګي برید کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.