Asset 1SWN

پکتيا کې درې کسان سپټیک څاه ته د لوېدو له امله مړه شوي

2c68c41e-8855-4882-bf03-bed861dd2f58

د پکتيا امنيه قومنداني ‌مسوولان وايي چې څمکنيو ولسوالي کې د يوې کورنۍ درې ځوانان د فاضله‌موادو «سپټیک څاه» ته تر لوېدو وروسته د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.

د امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي چې ياده پېښه نن شنبه، زمري ۲۰مه د څمکنيو ولسوالي اړوند ستر کلي کې رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ځدراڼ په وينا، لومړی يو کس سپټیک څاه ته ورښکته شوی چې ګاز‌نيولی او وروسته نور دوه کسان هم يو پر بل پسې د ژغورنې لپاره څاه ته ورښکته شوي چې درې واړه د ګازنيونې له امله مړه شوي دي.

په مړو شويو کې دوه وروڼه او بل يې، د تره زوی دی.

د امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ زیاته کړه چې څلورم کس په مسموم وضعیت کې روغتون ته وړل شوی او روغتیايي وضعیت يې،‌ د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پکتيا کې دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده چې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام