د هرات محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د اختر شپو او ورځو پرمهال د ټرافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۲۳۱ نور ټپیان شوې دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب فرهاد افضلي سلاموطندار ته وايي، د اختر په پنځو شپو او ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲۳۴ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي چې له ډلې یې درېوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو ډېری یې ځوانان دي. د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د اختر شپو او ورځو پرمهال ورته پېښې رامنځته شوې دي.
هېواد کې د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا، د ټرافیکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.