د پکتیکا امنیه قومنداني مسوولان وايي چې یاد ولایت کې درې کسان د انسانتښتونې او وژنې په تور نیول شوي دي.
د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو لهخوا یو کس د انسانتښتونې او دوه نور بیا د وژنې په تور نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې د نیول شویو له ډلې یو کس د یاد ولایت د جانيخېل ولسوالي اوسېدونکی دی او د خپل کلي ۴۵کلن کس یې د یونیم میلیونه (۱۵۰۰۰۰۰) پاکستانۍ کلدارو په بدل کې تښتولی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، یاد کس اختطاف شوی، دوو نورو کسانو ته د پیسو د ورکړې په بدل کې د غزني په اببند ولسوالي کې وژلی و.
خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شویو کسانو په لومړیو پلټنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی چې دوسیې به یې، اړوند ارګانو ته وسپارل شي.