Asset 1SWN

د اُرګون د درې سیمې زده‌کوونکي ښوونځي ته ۱۵ کیلومټره پلی مزل کوي

پکتیکا-ارګون-دره سیمه

د پکتيکا د ارګون ولسوالي اړوند «درې سیمې» اوسېدونکي وايي چې سیمه کې یې، د روغتیايي مرکز نشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دې سیمه کې چې شاوخوا دوه زره کورنۍ ژوند کوي، د ارګون ولسوالي له مرکز څخه ۳۵ کيلومتره لرې پرته ده چې له مرکز سره نښلېدونکی سړک یې هم کنډ او کپر دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د درې سیمې یوه اوسېدونکي میاولي سلام‌وطندار ته وویل: «د ارګون نه تقريبا ۴۵ کيلومتره زموږ حدود دی. دا کومه لاره چې تللې ده، تر دې پورته نوره هم خرابه ده. موږ ته چې ناروغ پيدا شي، هغه که نسايي-ولادي وي يا بل داسې ناروغ وي، هغه په لاره کې ساه ورکړي، په دې خاطر چې کلینیک نشته.»

د یادې سیمې یوه بل اوسېدونکی نسيم بیا له اړوند بنسټونو او چارواکو غوښتنه کوي چې سیمه کې یې دې، روغتون جوړ شي. وويل: «موږ ته بايد دلته کلینیک جوړ شي، دلته ډاکټران راشي، موږ ته دلته د اوبو لښتي او سړکونه جوړ شي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ يوو؛ خلک مو بيخي ډېر غريبان دي.»
درې سیمه کې د لېسې دورې زده‌کړو نشتون له امله د یادې سیمې زده‌کوونکي اړ دي، څو یوې بلې سیمې ته د زده‌کړو لپاره ۱۵ کیلومټره پلی مزل وکړي.

د دې سیمې د اوسېدونکو په وینا، ډېری خلک څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسي او مخابراتي خدمتونو نشتون هم په ورځني ژوند کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په ورته وخت د پکتيکا ولايتي مسولان د درې سیمې اوسېدونکو د ستونزو د حل ډاډ ورکوي. د پکتيکا مرستيال والي مخدوم عبدالسلام سعادت سلام‌وطندار ته وويل چې ټولو محرومو سيمو خلکو ته به د ژوند د لومړنيو اسانتياوو برابريدو لپاره هڅی کوي.

نوموړي وويل:«د ارګون درې سيمه واقعا مشکلات لري، خو يوازې دا نه، بلکې پکتيکا يو شاته پاتې ولايت دی؛ په اکثر ولسواليو او لويو علاقو او کليو کې له مشکلاتو انکار نشي کېدای، خو د حل لپاره يې موږ هوډ کړی دی او د الله ج سره مو تعهد کړی چې د خپلو وطنوالو مشکلات به حل کوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دره يوازینۍ سيمه نه‌ده چې اوسېدونکي يې د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسی نه‌لري، بلکې د پکتيکا د لرې‌پرتو ډېری سيمو اوسېدونکو ته په تېرو شلو کلونو کې د ژوند لومړنۍ اسانتياوې نه‌دي، برابرې شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام