د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې نن «سهشنبه، زمري ۲۰مه» د سيکارام احمدي بازارموندنې شرکت له لوري درې ورځنی ملي او نړيوال نندارتون پرانېستل شوی دی.
د ياد نندارتون د پرانيستې مراسمو کې د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدعظيم عظيمي وويل چې د ياد نندارتون په ۶۵ غرفو کې بېلابېل کرنيز، توليدي توکو نندارې ته اېښودل شوي دي.
د يوې کارخونې مسوول فضلالدين جلالزي وويل چې دا ډول نندارتونو جوړول د داخلي توليداتو ته د بازار موندنې برخه کې خورا مهم دي. هغه وويل چې صنعت ته پاملرنه کولای شي چې د بهرنيو له احتياجه مو خلاصوي.
هغه له خلکو او حکومتي ادارو غوښتنه وکړه چې د صنعت د پياوړتيا او ملاتړ لپاره دې د بهرنيو توکو په نسبت داخلي توليداتو پيرلو لپاره دې پاملرنه زياته کړي.
جلالزي دغه راز زياته کړه چې د صنعتکارانو لپاره دې د صنعتي پارک جوړولو برخه کې جدي اقدام وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سيکارام احمدي بازار موندې شرکت مسول مسعود حقمل وويل چې له ياد نندارتون څخه يې موخه داخلي توليداتو ته بازار پيدا کول او د خپلو توليداتو ملاتړ دی.
هغه زياته کړه چې په ياد نندارتون کې شاوخوا ۸۰ غرفو کې بيلابيلو خوراکي او غېرې خوراکي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د نندارتون يو تن ګډون وال تازه خان وويل بيا وويل چې دا ډول نندارتونو جوړول به داخلي توليداتو ته بازار موندنې برخه کې مهم دي.
هغه غوښتنه وکړه چې پکتيا کرنيزو توکو زعفراڼ، جلغوزيو، چارمغز او نورو توکو لپاره دې نړيوال بازار پيدا کولو کې ورسره مرسته وشي.
د نندارتون جوړونکو وويل چې په راتلونکي هم پلان چې ورته نندارتونه د هيواد په نورو ولايتونو کې هم جوړ کړي.