Asset 1SWN

سلام وطندار

په هلمند کې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې پیل شوې

IMG-20250215-WA0047

د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ملګروملتونو د پروژوي دفتر په مالي ملاتړ د ۴۰ کیلومټره سړک او اته کیلومټره کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه پروژې د هلمند د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کجکي ولسوالي په ابغول، شیري او سفیدحصار سیمو کې پیل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې پروژو د پرانیستې مراسمو ته د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست سرپرست محمدیونس اخندزاده، وویل، یادو پروژو کې د کجکي ولسوالي د ابغول کلي اته کیلومټره کانال، د شیري سیمې ۳۰ کیلومتره سړک او د سفیدحصارسیمې اته کیلومتره سړک شامل دی.

مولوي محمدیونس اخندزاده زیاته کړه: «موږ د خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوو، الحمدلله، په دې برخه کې مو ډېر کار کړی، څو ورځې مخکې مو د غزني ولایت کې هم یوه ستره پروژه پراننیسته.»

نوموړي زیاته کړه چې وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او هڅه کوي، د امکاناتو په نظر کې نیولو سره پروژې د هېواد لیرې پرتو سیمو ته هم وغځوي.

بل‌خوا د سیمې اوسېدونکي د دې پروژو له پلي‌‌کېدو خوښ دي. د کجکي ولسوالي اوسېدونکي د یادو پروژو د پیلېدو هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې ورته نورې رغنیزې پروژې هم دې ولسوالي ته ځانګړې کړي.

د کجکي ولسوالي اوسېدونکی محمدقاسم: «دا لارې ډېرې خرابې وې، د خلکو موټرونه به خرابېدل، بېړني ناروغان به مو پر لاره ژوند له لاسه ورکاوه، ستونزې ډېرې وې. اوس چې دا سړک رغول کېږي، خلک به له ډېرو مشکلاتو خلاص شي.»

 د کجکي ولسوالي یوه بل اوسېدونکي محمدرووف وویل: «تاسو خپله ولیدل چې دا لار څومره زیاته خرابه ده، اوس چې رغول کېږي، زموږ به ګڼې ستونزې حل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کجکي ولسوالي کې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت دغه درې رغنیزې پروژې پیل شوې، چي  درې ورځې وړاندې د لښکرګاه ښاروالي هم د کندهار–هرات سړک پورې د څلور کیلومتره سړک د رغونې پروژه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام