سرپل کې له تېرو جګړو څخه پاتې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله درېوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د راکېټ دغه مرمۍ هغه مهال چاودنه کړې چې ماشومان پر لوبه بوخت وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، د راکېټ مرمۍ د یاد ولایت د صیاد ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې.
په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پېښې ټپیان د امنیې قومنداني اړوند پولیسو لهخوا روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم د ورته پېښو پرمهال خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا ټپیان شوې دي.
په ورته ډېری پېښو کې یوشمېر کسانو د خپل بدن غړي هم له لاسه ورکړي او د تل لپاره معلول پاتې شوې دي.