Asset 1SWN

پکتيکا کې دری سوالګر له لسګونه زره پاکستانۍ کلدارو سره نيول شوي

IMG-20251117-WA0011

د پکتیکا امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبينو د سوالګرو د راټولولو پرمهال دری سوالګر له (۹۲۱۵۰) پاکستانۍ کلدارو او (۷۹۲۰) افغانیو سره نیولي دي.

خبرپانه کې زياته شوې چې له لومړي کس سوالګر څخه چې د وړممۍ ولسوالي اوسېدونکی دی (۷۵۰۰۰) پنځه اويا زره کلدارې او (۲۹۲۰) افغانۍ ترلاسه شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه له دويم کس څخه (۱۱۱۴۰) یولس زره يوسل څلوېښت کلدارې او (۳۶۴۰) درې زره شپږسوه څلوېښت افغانۍ ترلاسه شوې دي.

له درېیم سوالګر څخه (۶۰۱۰) شپږزره لس کلدارې او (۱۳۶۰) يوزرو دری سوه شپېته افغانۍ ترلاسه شوې دي.

نيول شوي سوالګر به له تثبت څخه وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام