Asset 1SWN

ترکیه کې زرګونه کسانو د سپیو له‌منځه وړو طرحې پر ضد لاریون وکړ

aeda2cd4d3050386aa9ae154972967d9101c7fe0

د ترکیې په اسټانبول ښار کې زرګونو کسانو د دغه هېواد د حکومت له هغې طرحې سره مخالفت څرګند کړ چې له مخې یې، سپیان له‌منځه وړي.

دغه زرګونه کسان یکشنبه، جون دویمه، د اسټانبول یني کاپي میدان کې راټول شوي وو او د کوڅه ډبو سپیو د له‌منځه وړو طرحې پر ضد یې اعتراض وکړ او له حکومت یې غوښتنه وکړه چې پر خپلې دې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې حکومت د جوړې شوې طرحې پر بنسټ، دغه هېواد کې ټول هغه سپیان چې تر یوې میاشتې د چا له‌خوا په سرپرستۍ وانه‌‌خیستل شي، عقیم او له‌منځه وړل کېږي.

ترکیه کې د رجب طیب اردوغان په مشري واکمن د عدالت او توسعه ګوند «AKP» وايي چې دغه اصلاحات د کوڅه‌ډبو «ولګرد» سپیو د کنټرول او د خلکو د داړلو مخنیوي لپاره اړین دي.

ترکیه کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې څه باندې څلور میلیونه کوڅه‌ډبي شتون لري. دغه هېواد د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا د ناروغیو خپرېدو له ګواښ سره د مخ هېوادونو په ډله کې راوستی دی.

په ورته مهال د ترکیې حکومت له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د تېرو پنځو کلونو پرمهال دغه هېواد د کوڅه‌‌ډبیو سپیو له امله ۳۴۵۵ ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې پرمهال یې ۵۵کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ترکیه کې د حیواناتو حقونو فعالان غوښتنه کوي چې حکومت باید په اغېزمنه توګه د سپیو عقیمولو او دوی ته د سرپناه برابرولو برخو کې پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام