د سوېلي کوریا په یوه ژوبڼ کې د «فوبایو» په نوم پانډا ته د مخې ښه مراسم نیول شوي، مخکې له دې چې هغه بېرته چین ته ولېږدول شي.
فوبایو د ۲۰۲۰کال جولای میاشت کې د سیوول په سوېل «افېرلنډ» تفریحي پارک کې زېږېدلې او د ډېرو خلکو پام یې ځان ته وراړولی دی. ټاکل شوې چې دغه پانډا راتلونکې میاشت د چین سیچوان ښار ته واستول شي.
د مخې ښه مراسمو کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو او اوږدې لیکې یې جوړې کړې وې. دوی د سوړ ژمي پر سهار په دې مراسمو کې ګډون وکړ او ځینو یې رویټرز ته ویلي، که پانډا لاړه شي، ډېره به مو یادېږي.
۳۱کلن کېم مېن جي رویټرز ته وویل: «زه درې کاله مخکې پر رواني ناروغۍ اخته وم، خو فوبایو راسره مرسته وکړه چې ښه شم. ماته یې ډېر ارامښت را کړ. له درده ډکه مخه ښه ده، خو هغه باید پرېږدو، هیله لرم چې هغه ښه لاړه شي او خوشحاله دې وي.»
۲۴کلن جو اههیون چې څلور ساعته د پانډا لیدو لپاره په تمه پاتې شوی، وايي: «دا زموږ وروستی فرصت دی، تاسو ښايي باور ونهکړئ چې هغه به بیا ونهوینوو، نو زه مجبور شوم او دلته راغلم.»
د یاد ژوبڼ یوه ساتونکي کنګ چر وون وايي، پانډا هغه ته ډېره مینه ورکړې او ور زدهکړې یې ده چې څه ډول له هغو پانډا ساتنه وکړي چې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
هغه وویل: «فوبایو ښه ملګری دی چې ډېر رول یې لوبولی دی. له هغې ښې خاطرې لرم او هېڅکله به مې هېرې نهشي.»
د یادې پانډا مور لس کلنه ایبایو او ۱۱کلن پلار یې ليبایو په ۲۰۱۶ کال کې د چین له سیچوان څخه د «پانډا ډيپلوماسۍ» د یوې برخې په توګه دغه هېواد ته ولېږدول شول. د تېر کال په جولای کې فوبایو نړۍ ته سترګې وغړولې.
پانډا په کال کې یو ځل او ډېر لږ زېږون کوي چې ډېری کله له وخت وړاندې زېږون، د دې لامل شوی چې نسل یې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ شي.