د پکتيکا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې هغه دوه کسان یې، نیولي چې یو ماشوم یې تر ډبرو لاندې کړی و.
د پکتیکا امنيه قومنداني څخه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سروبي ولسوالي د امنیه قومنداني منسوبینو هغه دوه ماشومان نیولي چې یو درې کلن ماشوم یې، تر ډبرو لاندې کړی و.
خبرپاڼه زياتوي چې ياد ماشوم د کورنيو شخړو او جنجالونو له امله د «خپل تره لور او زوی» لهخوا تر ډبرو لاندې شوی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ ياد درې کلن ماشوم په يوه غره کې تر ډبرو لاندې شوی و چې د ولسي خلکو په همکاري رایستل شوی او له هغه وروسته امنيتي ځواکونو له لوري د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی.
روغتیايي چارواکي وايي چې د دغه هلک وضعیت د ډاډ وړ دی.