Asset 1SWN

توماس وېسټ له اوزبکستاني چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

West-Uzbekistan

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د بېلابېلو هېوادونو له یوشمېر چارواکو سره د افغانستان په اړه د خپلو کتنو په دوام، دا ځل د اوزبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشوف سره لیدلي دي.

وېسټ ویلي، په دغه ليدنه کې يې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي. توماس وېسټ پر اېکس‌لیکلي: «زه خوښ یم چې په واشنګټن کې د ازبکستان د ملي امنیت شورا د مرستیال کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي اېرګاشوف کوربه‌توب کوم. خوشاله یو چې افغانستان کې د ګډو ګټو او د پرمختګ پر لارو چارو خبرې کوو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان له اسلامي امارت سره د اوزبکستان اړیکې ښې بولي؛ خو د دوی په وینا، دغه هیواد د اسلامي امارت پر سیاستونو ډیر اغیز نه‌لري.

دوی زیاتوي چې ښايي دغه کتنې د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره ووسي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه اجمل زرمتي په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «دا چې اوزبکستان دې د امریکا او امارت ترمنځ د شته ستونزو حل لپاره لابي‌ګري وکړي، دې حد کې نه‌‌ده، یوازې د سیمې ثبات او همداراز د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې ډيپلوماسۍ رامنځته کېدو په اړه به خبرې وکړي.»

بل‌خوا یوشمېر نور کارپوهان بیا د افغانستان په اړه د دغه ډول کتنو او بحثونو په اړه اندېښنې لري. دوی د افغانستان مسله کې د ختيځ او لوېديځ د هېوادونو ترمنځ رقابت ته په اشارې وايي، د افغانستان پر نه‌شتون کې ښایي د دغو لیدنو او خبرو موخه د همدغو سیالیو لپاره وي.

د سیاسي چاروکارپوه اسلام‌الدین معارج وویل: «د افغانستان ملي ګټې، تل د لوېدیځ او ختیځ بلاک د نیابتي جګړې ښکار شوي، د امریکا او اروپا استازیو هڅې د پوتین او اوزبکستان د ولسمشرانو سره موازې وې. موږ ولیدل چې د دې ناستو وروسته، تهران کې د مسکو فارمټ او شانګهای ناستې جوړې شوې چې ختیځ او لوېدیځ غواړي، افغانستان کې خپلې ګټې، وڅاري.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اوزبیکستان بهرني سياست کې تر ډېره د امريکا د سيال روسيې په څېر بهرنی سیاست او دامهال له اسلامي امارت سره نسبتاً ښې اړيکې لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام