Asset 1SWN

روان کال امریکا کې له ټېک‌ټاک د خبرونو لیدنه زیاته شوې

2023-03-01T162103Z_1343323836_RC291W9ARVH7_RTRMADP_3_USA-CHINA-TIKTOK

د «pew» په نوم یوه څېړنیز مرکزامریکا کې د یوې نوې سروې له مخې موندلې چې دغه هېواد کې د ټېک‌ټاک له لارې د ورځنیو خبرونو د لیدونکو شمېر لوړ شوی دی.

دې څېړنیز مرکز په خپلې دې سروې کې ویلي چې تېر کال دغه هېواد کې ۲۲ سلنه خلکو د ټېک‌ټاک له لارې له ورځنیو خبرونو ځان خبراوه، خو سږکال ۲۰۲۳ دغه شمېر ۴۳سلنې ته لوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاده سروې د سپټمبر له ۲۵مې د اکتوبر له لومړۍ شوې چې ۸۸۴۲ کسان په‌کې پوښتل شوې دي. په سروې کې ۶۷سلنه ګډون کوونکو ویلي چې د ورځنیو خبرونو لپاره وېب‌سایټ او اپلېکېشنونو څخه کار اخلي.

سروې کې ویل شوي چې امریکا کې د خبرونو لپاره فېسبوک ټولنیزه رسنۍ تر ټولو مشهوره ده چې ۳۰سلنه یې امریکایان یې د خبرونو لپاره کاروي.

یوټیوب ۲۶سلنه، انسټکرام ۱۶سلنه او ټېک‌ټاګ بیا ۱۴سلنه امریکایان د خبرونو لیدلو لپاره کاروي.

په شوې سروې کې دا هم ویل شوي چې امریکا کې ډېری ښځې په «نېکس‌ډور، فېسبوک، انسټکرام او ټېک‌ټاک» کې د خبرونو څارونکې دي. نارینه بیا د خبرونو لپاره یوټیوب، لېنګ‌ډېن، اېکس او رېډاېټ څاري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سروې کې د اېکس په اړه ویل شوي چې د امریکا ۴۶ سلنه جمهوري غوښتونکي او ۴۹سلنه د ډموکراټ ګوند غړي له اېکس استفاده کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام