Asset 1SWN

سلام وطندار

روان کال د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲.۳ میلیونه مټریک ټُنه انتقالات شوي

OIP (1)

تهران ته د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنیزې پټلۍ ادارې اړوند د یوه پلاوي رسمي سفر سره هم‌مهاله، د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وايي، افغانستان هڅه کوي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو لېږدرالېږد پراخ کړي.

د نوموړي په وینا، د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات د اوسپنې يټلۍ له لارې له اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران سره ۲.۳ میلیونه مټریک ټُنه سوداګریزه راکړه ورکړه کړې چې له ډلې یې، ۸۲ مېټریک ټُنه صادرات دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، په لېږدول شویو توکو کې نفتي او غیرنفتي توکي شامل دي. «اوس مهال افغانستان له اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران سره د هرات د حیرتان، اقینه، تورغونډۍ او خواف-هرات له لارې مستقیمه سوداګري لري او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې یې، د دغو بندرونو له لارې ۲،۳ میلیونه مټریک ټُنه سوداګري کړې.»

حق‌شناس زیاتوي چې دوی د اوسپنې پټلۍ د غځولو هڅې کوي او له همدې امله د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان او ايران ترمنځ د لېږد رالېږد د پراختيا په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللى دي.

هغه وویل: «دغه پلاوي له یاد هېواد سره د اوسپنې پتلۍ اړوند همکاریو پراخولو په موخه سفر کړی او دې سفر کې، ټاکل شوې چې د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې او نورو اړوند بنسټونو سره د هرات-خواف له لارې د انتقالاتو لېږد سربېره، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په تړاو بحث او خبرې وکړي او یوازینۍ موخه هم د هرات خواف پر مسیر د انتقالاتو لېږد دی.»

له دې سره د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان وایي، د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په پام، د اوسپنې پټلۍ غځول د هېواد په اقتصادي برخه کې ښه رول لوبوي.

د اقتصادي چارو کارپوه ظهور مدبر په دې اړه وویل: «په هر اندازه چې د اوسپنې پټلۍ پراخېږي، ګټه یې، افغانستان  ته ده. افغانستان د دې ظرفیت لري چې باید ۳۴۰۰ کیلومټره د اوسپنې پټلۍ ولري، څو د منځنۍ اسیا هېوادونه هم ترې ګټه واخلي او افغانستان ته د ټرانزیټ حق ورکړي. اوسپنې پټلۍ د افغانستان لپاره ښه ګزینه ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ څلور برخې لري چې دوه یې په ایران کې بشپړې شوي او دوه افغانستان کې تر کار لاندې دي. د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وایي، دامهال د سوداګریزو توکو لېږد هم د همدې اوسپنې پټلۍ له لارې کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام