د هلمند مسوولان وايي، دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو پرمهال یو وسلهوال غل وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شیر محمد وحدت وویل، د لښکرګاه ښار درېیمه امنیتي حوزه کې دغه دوه غل هغه مهال ووېشتل شول، کله چې یې امنیتي ځواکونو سره وسلهوال مقاومت کاوه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مالوماتو له مخې، یادو غلو د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي څخه د وسلې په زور یو عراده موټر غلا کړی وو.
د مسوولانو په وینا، غلا شوی موټر د امنیتي ځواکونو له لوري بېرته ترلاسه شوی.
امنیتي مسوولان ډاډ ورکوي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، څو د خلکو ځان او مال ته زیان واړوي.