Asset 1SWN

سلام وطندار

د بغلان مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې

391679575_638480355104562_6382695482657084965_n

بغلان کې ولسي سرچینې وايي چې د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار اړوند سیمه کې په یوه جومات کې دننه درنه چاودنه شوې ده.

ویل کېږي چې چاودنه نن جمعه «تلې ۲۱» هغه مهال شوې چې یاد جومات کې خلک د جمعې پر لمانځه بوخت وو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی روښانه شوی.

یوې روغتیايي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د چاودنې له ځایه روغتون ته جسدونه او ټپیان وروړل شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو د یادې چاودنې د خپرو شویو تصویرونو څخه ښکاري چې چاودنه  زوروره او مرګ‌ژوبله هم لري، خو د کره شمېر په اړه یې تراوسه معلومات نه‌دي خپاره شوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د بغلان محلي مسوولانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام