هېواد کې د لروپرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو نهشتون او د لارو خرابوالي له امله نهشي کولای، پر وخت د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.
د هلمند د نهرسراج ولسوالي اوسېدونکی ګلاحمد وايي: «دلته هېڅ کلینیک نشته چې موږ رسېدګي ورته وکړو؛ که وي هم هغه ډېر لرې دی راڅخه. داسې کوم ځای نشته چې موږ ناروغان وروړ کلینیک دلته له سره نشته، که وي هغه هم ډېر لرې دی.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار د تختهپُل ولسوالي اوسېدونکی روزي محمد سلاموطندار ته وايي: «اوس روډ نشته درې-څلور ساعته سقر دی. کندې دي، ډبرې دي؛ مریضان مې تر ځایه پورې ځان نهشي رسولای، زیاتره پر لاره باندې شهیدان شي.»
بلخوا د لوګر اوسېدونکې صدف صالح وايي، په لروپرتو سیمو کې تر ټولو لویه ستونزه د ښځینه ډاکټرانو کمښت دی. هغه له مسوولانو غواړي چې د ښځينه ناروغانو د درملنې لپاره په ولسوالیو کې د ښځېنه ډاکټرانو شمیر ډېر کړي.
هغې وویل: «قابله یا ډاکتره د کور ستن ده، څنګه چې تاسو پوهېږئ، ۵۰سلنه ټولنه ښځه جوړوي او افغانانو دود له مخې، ښځینه ډاکټره نارینه ته نهورځي او شفا ورکوونکی خدای، قابله یا ډاکټره ګڼي.»
روغتیايي خدماتو ته د ټولو د لاسرسي نړیوالې ورځې سره هممهاله، د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي چې لرو پرتو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په موخه یې ۴۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.
ده وویل، د هېواد په هغو سمیو کې چې روغتیایي مرکزونه په کې شتون نهلري، د ۶ میلیارد افغانیو په ارزښت د ولسوالیو په سطحه ۳۱۸ روغتیايي مرکزونه جوړېږي چې خلک به یې صحي خدماتو ته اسانه لاسرسی ولري.
هغه وویل: «د اسلامي امارت را پهدې خوا هغه لرې پرتې سیمې چې خلک یې مخکې له روغتیايي خدماتو څخه محرم وو، هغوی ته پاملرنه شوې، نوي روغتیايي مرکزونه ورته جوړ شوي. کوم څه چې ډېر مهم دي هغه دا دي چې اوس د ولسوالۍ په سطحه ۳۱۸ د ولسوالۍ د کچې روغتونونه جوړېږي، چې پهخوا هلته هېڅ د ولسوالۍ په سطحه نهو جوړ شوي. دا هغه عمومي روغتونونه دي چې د نسايي ولادي خدماتونه، د عمومي جراحي خدمات، د اطفالو د برخې خدمات به پکې ترسره کېږي.»
دا داسې مهال دی چې دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي له نړیوالې ټولنې غوښتنې چې د روغتیايي سکتور پیاوړتیا په برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي.