د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا عمومي رياست مسولان وايي چې دا مهال د هېواد په ښوونځیو کې له دولسم فارغ، شاوخوا ۳۰زره ښوونکي تدریس کوي.
د یاد ریاست په وینا، شاوخوا ۵۰زره نور ښوونکي بیا د خپلې رشتې خلاف برخو کې تدریس کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست عمومي رییس محمدابراهيم عمري دغه څرګندونې یکشنبه، لړم ۱۳مه پکتيا کې د سوېلختيځ زون په کچه د ياد رياست په چوکاټ کې نويو ګومارل شويو کسانو ته د څلور ورځني سیمنار پرانيستې مراسمو کې د وینا پرمهال کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د يادې ستونزې د حل او په لرېپرتو سيمو کې د ښوونکو مسلکي او علمي پياوړتيا لپاره د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختيا رياست په چوکاټ کې د هيواد په کچه ۴۲۵۰ کسان ګومارلي چې ولسواليو او لرېپرتو سيمو کې به له ښوونکو سره ظرفيت لوړونې په برخه کې کار کوي.
نوموړي زياته کړه: «د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست ايجادولو موخه دا ده چې موږ په ټول هيواد کې په ښوونځيو کې تقريبا ۵۰ زره ښوونکي خلاف د رشتې لرو او همداشان د ۳۰ زره په شاوخوا کې دولسم پاس ښوونکي لرو. نو همدا د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختيا رياست په ټول هېواد کې د يادې برنامې لپاره ۴۲۵۰ تنه ګومارلي چې په ټولو ولسواليو کې به ځانګړې کميټې ولري او ښوونځيو کې به د ښوونکو سره د مسلکي پياوړتيا او تدريسي ميتود ښهوالي برخه کې کار کوي.»
د ياد رياست په چوکاټ کې تازه ګومارل شوي کسان هم خوښ دي او وايي، ياد پروګرام به لرېپرتو سيمو کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پياوړتيا لپاره خورا اغېزمن تمام شي.
یوه تازه ګومارل شوي اسدالله عرفان وويل چې د ډېری لرېپرتو سيمو ښوونځيو کې اوس هم له دولست فارغ ښوونکي شته چې ګڼشمېر يې، د تدريس پر مېتود، کلني پلان او نورو برخو کې پوره بلدتيا نهلري.
هغه زياتوي چې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا په چوکاټ کې کسان به هر ښوونځي ته ورځي له ښوونکو سره به د هغوی د علمي او مسلکي ظرفيت لوړونې برخه کې کار کوي.
نوموړی له مسوولانو غواړي چې تازه ګومارل شويو کسانو ته دې لرېپرتو سيمو کې ښوونځيو ته تګ لپاره ترانسپورتي اسانتياوې او په ولسواليو کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د معلوماتو له مخې، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رياست په چوکاټ کې ټول لېسانسلرونکي کسان ګومارل شوي چې ټولو هغو ته به د کادري بستونو سل سلنه معاش ورکول کېږي.