Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په سطحه خپل فعالیتونه محدودوي

نړیوال بانک

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان د بودیجې کمښت په دلیل پرېکړه نیولې چې د نړۍ په سطحه خپل کارکوونکي کم او فعالیتونه محدود کړي.

راپور کې ویل شوي چې د دغې پرېکړې اصلي لامل له دغه سازمانه د امریکا متحده ایالتونو وتل دي.

دغه سازمان ویلي: «د غوره روغتیايي چوپړتیاوو سره، سره موږ اوس له داسې حالت سره مخ یو چې د خپل کار او کاري ځواک د کچې له کمولو پرته بله لاره نه لرو.»

امریکا هر کال د روغتیا نړیوال سازمان ۱۸ سلنه بودجه تامینوله.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د رویټرز راپور کې راغلي چې دغه سازمان غواړي د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لاره خپله بودیجه له ۵.۳ میلیارد ډالرو څخه ۴.۹ میلیارد ډالرو ته را کمه کړي.

د یادنې ده چې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان یوه اعلامیه کې ویلي و چې د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې ورسره ۲۵ ولایتونو کې ۱۶ لکه کسان د دوی له اړینو روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام