د جو بایډن په مشري د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرېس ته ویلي، پلان لري چې د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه اسراییلو ته ولېږي.
رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت سهشنبه، مې ۱۵مه د مرستو دغه کڅوړه د ارزونې په موخه کانګرېس ته استولې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کانګرېس ته په استول شوې کڅوړه کې ۷۰۰میلیونه ډالر د ټانکونو مهماتو، ۵۰۰ میلیونه ډالر د نقلیه وسایلو او ۶۰ میلیونه ډالر هم د توغندیو پلور لپاره ځانګړې شوې دي.
اسراییلو ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو دغه کڅوړه داسې مهال اسراییلو ته لېږل کېږي چې جو بایډن یوه اوونۍ وړاندې د بمونو یوه کڅوړه پر رفح ښار د اسراییلو د برید له وېرې وځنډوله.
د ملګروملتونو د راپور له مخې، د غزې رفح ښار کې شاوخوا یونیم میلیون بېځایه شوي وګړي مېشت وو چې د اسراییلو له خبرداري وروسته له یادې سیمې خلک نورو ځایونو ته د تلو په هڅه کې دي.
د فلسطین لپاره د ملګروملتونو د مرستو او کار ادارې په وینا، د روانې مې میاشتې له شپږمې تر دې مهاله له رفح څخه شاوخوا ۴۵۰۰۰۰ کسان په زور اېستل شوې دي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي چې اسراییلو په غزه کې د امریکا له لوري مرسته شوې وسلې، کارولې دي.