هرات کې له زلزلهځپلیو سره د مرستو په لړ کې امریکا دغه ولایت کې د شوې زلزلې زیانمنو کورنیو سره د ۱۲ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ نن جمعه د تلې ۲۱مه پر اېکس ټولنیزه شبکه «ټوېټرپاڼه» د یادې مرستې خبر ورکړی دی.
نوموړي لیکلي چې دغه مرسته د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د شوې زلزلې له امله زیانمنو شویو سره د بېړنیو بشردوستانه مرستو په توګه اعلان شوې ده.
توماس وېسټ همداراز لیکلي چې دغه مرسته به زلزلهځپلیو ته د څښاک پاکو اوبو، د سرپناه، کمپلو او نورو اړینو توکو برابرولو برخه کې ګټوره تمامه شي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د شوې زلزله له امله د اوښتو زیانونو په اړه خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.
د روانې اکتوبر میاشتې په اوومه هرات، فراه او بادغیس ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول چې ډېره مرګژوبله یې د هرات زندهجان ولسوالي کې وه.
We mourn the loss of life from these earthquakes and stand resolutely with the people of Afghanistan as they recover from these crises. (3/3) https://t.co/4iy0heqTKr
— U.S. Special Representative Thomas West (@US4AfghanPeace) October 13, 2023
د شوې زلزلې له امله د یادې ولسوالي نږدې ټول کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ټپیان شوې دي.
له لومړۍ زلزلې وروسته هرات کې څو ځله نورې زلزلې هم شوي چې له امله یې خلک وېرېدلې او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پرون پنجشنبه د تلې ۱۹مه هم دغه ولایت یوې زورولې زلزلې ولړزاوه چې له کبله یې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.