Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملګروملتونو سرمنشي د خوندي کډوالۍ سېسټم پر رامنځته‌کېدو ټينګار وکړ

FILE PHOTO: United Nations Secretary-General Antonio Guterres gestures during an interview with Reuters at the United Nations Headquarters in Manhattan, New York City, U.S., September 15, 2021. REUTERS/Andrew Kelly/File Photo

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د کډوالۍ نړیوالې ورځې په تړاو په نړیواله کچه د پراخ او خوندي کډوالۍ سېسټم پر رامنځته کېدو ټينګار کړی.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه یوې خبرپاڼه کې ویلي: «نن ورځ همداراز هغه ورځ ده چې د کډوالو ستونزو یادې کړو چې دوی ورسره مخ دي- تبعیض، تاوتریخوالی، ناسمه کارونه او انساني قاچاق. د نړیوالې ګډې ټولنې په توګه موږ باید خپل مشترک انسانیت احضار کړو او د دې زیانمن بهیر پروړاندې خپلې هڅې وکړو. نن او هره ورځ، راځئ چې د ټولو کډوالو له حقونو دفاع وکړو او د امن او پراخ کډوالۍ سېسټم رامنځته کولو لپاره هڅه وکړو.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې د دوی د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳کال تر پایه نږدې ۱۱۷.۳ میلیونه کسان نړۍ کې له ازاراذیت، شخړو، تاوتریخوالي، بشرحقونو سرغړونو سره مخ دي.

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې د نړۍ په کچه ډېر کډوال لري. د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴کاله نږدې اته میلیونه افغانان کډوال شوي چې له ډلې یې، ۸۵سلنه کاونډيو هېوادونو او نږدې یو میلیون یې، اروپايي هېوادونو کې کډوال دي.

یوشمېر افغان کډوال وايي چې د غوره ژوند او کاري، زده‌کړییز فرصتونو له امله یې، کډوالۍ ته زړه ښه کړی. پاکستان کې افغان کډوال هادي وویل: «ګڼ‌شمېر افغانان چې کډوالۍ ته زړه ښه کوي، ځانګړې ستونزې لري، امنیتي، اقتصادي، ټولنیزې او د زده‌کړو ستونزې.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، اسیا او اروپا د نړۍ په کچه ډېر کډوال لري چې دا مهال ۸۷ او ۸۶ میلیون کډوال پکې ژوند کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام