Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګروملتونو افغانستان کې اړمنو سره د مرستې لپاره نوی پروګرام تصویب کړ

WFP-11-ps1qn3g2p3gp6z16feaczvzes4qoiifzgwjgb3tp54

افغانستان کې بشري مرستو په ځانګړې توګه خوړو، سرپناه او د څښاک پاکو اوبو ته د اړمنو کچې لوړېدو څخه د نړیوالو د اندېښنو پر دوام، افغانستان کې اړمنو سره د مرستو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق تېره ورځ افغانانو سره د مرستو د یوه نوي پروګرام له تصویب خبر ورکړی.

یاد وجهي صندوق پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د مشرتابه کمېټې د زرګونه کورنیو بې‌ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او هغو کسانو ته چې د نشه‌يي توکو کارول یې بند کړي، د لومړنیو مرستو چمتو کولو لپاره یو ملاتړیز پروګرام تصویب کړی، تراوسه پورې ۱۳ هېوادونو دغه صندوق سره ۲۳۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان کې اړمنو سره د مرستو لپاره د ملګروملتونو د وجهي صندوق د بیانیې یوه برخه کې ویل شوي چې میلیونونو افغانو سره د مرستو لپاره لا ډېرې بودیجې ته اړتیا لري.

دې سره، د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا افغانستان کې د بشري اړتیاوو د دوام او د بودیجې د کمېدو خبرداری ورکړی.

اوچا ویلي، افغانستان کې دامهال ۲۵ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. یوشمېر کورني بې‌ځایه شوي او بېرته راستانه شوي، هېواد له وزګارتیا، د خوړو او سرپناه نه‌لرلو څخه شکایت کوي.

غور کې سېلاب‌ځپلي جمعه‌خان وویل: «کار او غریبي نشته او ټول ستړي دي، اوبه خرابې دي، هر څه خېمه کې نم وهي، څه نشته چې دلته یې وخورو. خېمه کې دننه ژوند کوو. سېلابونو سره چې ګند راغلی، ټول یې ناروغان کړي دي. له مجبوریت دلته ژوند کوو.»

له ایران څخه بېرته راګرځول شوی عبیدالله سلام‌وطندار ته وویل: «ایران کې مې کور کې کار کاوه، پولیسو ونیولم او بېرته یې راولېږلم، پیسې نشته، ژوند مو خراب دی. دلته معلومه نده چې کار شته او که نه.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره یې یوازې ۲۰ سلنه بودیجه تامین شوې، داسې حال کې چې دغه بنسټ، د ټولو اړمنو وضعیت ته د رسېدو لپاره ۳.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام