Asset 1SWN

د کابل ارغندۍ «سب‌سټېشن» نیم‌ګړې چارې پیل شوې

GREA2uWWMAAPSy3

د کابل د پغمان ولسوالي د ارغندۍ سب‌سټېشن نیم‌‌ګړې چارې نن پنج‌شنبه، چنګاښ اوومه په رسمي توګه پیل شوې چې پر جوړېدو به یې څه باندې اته میلیونه امریکايي ډالره لګښت راشي.

د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن پنج‌شنبه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه سب‌سټېشن د بغلان الوان دښتې څخه کابل ته د ترکمنستان برښنا لېږد لپاره جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې د دې سب‌سټېشن پر جوړېدو به ۸ میلیونه او ۶۰۰زره امریکايي ډالره لګښت راشي.

د دغه سب‌سټېشن د نیم‌ګړو چارو پیل مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یو‌شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي معاونیت لیکلي: «دا سب‌سټېشن د بغلان له خواجه الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندۍ سیمې پورې د ترکمنستان برښنا د لېږد له پاره جوړېږي چې لګښت یې اته میلیونه او شپږ سوه زره ډالره اټکل شوی دی. د پروژې کارونه به د شاوخوا دوه کلونو په جریان کې بشپړ شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دغه سب‌سټېشن په جوړېدو سره به د کابل، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو شاوخوا ۴۰۰زره کورنۍ د برښنا له نعمت برخمنې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام