Asset 1SWN

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې په رسمي توګه د توکو لېږد رالېږد پیل شو

20230712_070720

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد پیل سره هم‌مهاله د یادې اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د رغېدو چارې له «روزنک» تم‌ځای څخه پرون سه‌شنبه د چنګاښ ۲۰مه پیل شوې.

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې  د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څلورمه برخه به د دغه ولایت صنعتي پارک پورې وغځول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې د یادې اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د رغېدو چارې له ایران څخه هرات ولایت ته رسېدلې دي. د نوموړي په وینا، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څلورمې برخې «قطعې» په بشپړېدو سره هېواد‌وال کولای شي د یادې اوسپنې پټلۍ له لارې ایران ته سفر وکړي.

په ورته مهال د ایران د لارې او ښارجوړونې وزارت مسوولان وايي، هوډ لري چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پراختیايي نقشه په چټکۍ سره پلې کړي.

د ایران د لارې او ښارجوړونې وزارت ځانګړي استازي میر شفېع سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې د یادې اوسپنې پټلۍ له لارې به د توکو لېږد په دایمي او دوه اړخیزه توګه دوام ولري.

میرشفېع وویل: «په پام کې ده چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ اوزبکستان او چین او له دې لارې سوداګریزې او د افغانستان له لارې د سیمې له نورو هېوادونو سره ونښلول شي.»

بل‌خوا د هرات محلي مسوولان وايي چې هرات د افغانستان په کچه د توکو د تولید ډېری کارخونې لري او د اوسپنې یاده پټلۍ به سوداګرو او صنعت کارونو سره ډېره مرسته وکړي چې خپل توکي په وخت صادر او وارد کړي.

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار سلام‌وطندار ته وايي چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپايي هېوادونو سره د افغانستان نښلول به د یاد هېواد په ځانګړې توګه د هرات ولایت اقتصادي ودې لامل شي.

هغه وویل: «نن د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د ترکیې او ایران له لارې هرات ته قطار راورسېد. هرات د پانګوالو لپاره ښه ځای دی او د اوسپنې پټلۍ به زموږ صنعت ته وده ورکړي.»

بل‌خوا د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، هوډ لري چې د اوسپنې پټلۍ ازبکستان او چین هېوادونو سره هم ونښلوي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس بخت‌الرحمن شرافت سلام‌وطندار ته ویلي چې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د ایران او افغانستان اقتصادي پراختیا برخه کې یو لوی ګام دی.

شرافت د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې په رسمي توګه د سوداګریزو توکو د لېږد پیل د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ تاریخ ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې دغه لاره به د ایران او افغانستان د سوداګریزې اړیکې پراختیا اغېزمنه ثابته شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هېواد د لېږد رالېږد صنعت برخه کې دغه ګام چې د ایران او افغانستان د اوسپنې او ایران د رېل کنسرسیوم همغږي او ملاتړ هم لري، د توکو لېږد لپاره به د یوې دایمي اوسپنې پټلۍ د رامنځته کېدو لامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ یو نوی باب شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام