Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې د «امام‌ابوحنیفه» درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو

GZMYpKhWAAAC6KA

د امام ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون د سوداګرو، کورنیو پانګوالو او د سیمې هېوادونو د استازیو په ګډون نن یکشنبه، تلې ۱۵مه، کابل کې پرانیستل شو چې شپږ ورځې به روان وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د امام ابوحنیفه درېیم نندارتون څخه موخه د کورنیو محصولاتو او تولیداتو معرفي کول، محصولاتو ته بازارموندنه او د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «کورني او د نوورو هېوادونو بېلابېل تولیدات او محصولات دې نندارتون کې نندارې ته کېښودل شوي. دا نندارتون د محصولاتو او تولیداتو معرفي لپاره ښه فرصت دی. د افغانستان تجارتي ودې لپاره که څه هم ورو دی، خو دامهال د ودې په حال کې دی. حکومت ژمن دی چې پانګونه راجلب کړي او پانګونې پروړاندې د خنډونو لرې‌کولو هڅه کوي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند د امام ابوحنیفه د درېیم نندارتون د پرانیستې مراسمو کې له سرپرست حکومت وغوښتل چې د سوداګرو لپاره لاډېرې اسانتیاووې رامنځته کړي.

هغه وویل: «دا نندارتون د تجربو تبادلې لپاره ښه فرصت دی چې د افغانستان محصولات بهرنیو ته وروپېژني او د حکومت مالیاتي سېسټم  د سوداګرو پروړاندې یوه ستونزه ده او باید رڼه وي. د ټرانسپورټي سېسټم نشتون یوه بله ستونزه ده چې سوداګر ورسره مخ دي او ټرانزیټ هم له ننګونو څخه شمېرل کېږي.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د یاد نندارتون پرانېستلو پرمهال وویل، سرپرست حکومت هڅه کوي چې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه وکړي.

د هغه په وینا، هېواد کې بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره ده. «هره برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده او بهرني پانګوال له دې فرصت په ګټې‌اخیستنې کولای شي، بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د امام ابوحنیفه د درېیم نندارتون د پرانیستې پرمهال له پاکستانه وغوښتل چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترانزیتي په برخه کې شته محدودیتونه لرې کړي.

هغه وویل: «له پاکستاني ډيپلوماټانو او پاکستان حکومت غواړو چې دا ستونزه حل کړي او د ورځې د افغان سوداګرو سلګونه شکایتونه رارسېږي. پاکستان باید خپل بندرونه د افغان سوداګرو پروړاندې خلاص کړي او د پاکستان له لوري د افغانستان کورنیو محصولاتو پروړاندې د تعرفې لوړول، د دواړو هېوادونو په ګټه نه‌دی.»

د امام‌ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون یوشمېر ګډونوال خپلو محصولاتو ته د بازارموندنې لپاره د دغه ډول نندارتونو ترسره کول ګټور بولي.

دغه نندارتون کې ګډونوال حامد منزوي وویل: «زما غوښتنه دا ده چې دا نندارتونونه دې په مسلکي توګه جوړ شي او زما په اند ډېر پلوربه ولري او د افغانستان دولت دې نندارتونونه په تخصصي توګه سره ووېشې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو پر اساس، دغه نندارتون کې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو ترڅنګ، د ایران، پاکستان، چین، ترکیې، اوزبیکستان او قزاقستان هېوادونو تولیدات هم په ۷۰۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام