Asset 1SWN

د پلټنې عالي ادارې له وظیفوي صلاحیتونو د ناسمې استفادې ۲۶ قضیې ثبت کړي

F3phbNLWEAAWvBU

د پلټنې عالي ادارې او د عدلیې وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د زمري ۲۵مه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې د تېر یوه کال پر مهال خپل کلني راپورونه رسنیو سره شریک کړل.

د پلټنې عالي ادارې مسوولان وايي، تېر کال یې حکومتي ادارو کې د اختلاس او وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې ۲۶ دوسیې ثبت کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پلټنې عالي ادارې مسلکي سلاکار فضل‌الله نظامي دې ناسته کې وویل، د ټول هېواد په کچه د ۲۸۰ حکومتي مراجعو د ارزونې او پلټنې په پایله کې څه باندې ۳۰ میلیارد افغانۍ د حصول او تصفیې وړ تثبیت شوي چې ۱۵۲ میلیون یې حصول او تصفیه شوي دي.

نوموړي وویل: «د دغو ارزونو پرمهال ۶ اعشاریه ۴ میلیارد افغانۍ د حصول وړ او ۲۴ اعشاریه ۶ میلیارد افغانۍ د تصفیې وړ بلل شوي. ۳۳ میلیونه حصول شوې افغانۍ هم د دولت خزانې ته ورغلي او ۱۱۹ میلیون افغانۍ تصفیه شوي دي.»

د پلټنې عالي ادارې مسوولان زیاتوي چې تېر کال یې له حکومتي ادارو ۹۳ شکایتونه ثبت کړي چې ۸۶ ته یې رسېدنه شوې ده.

په ورته مهال د عدلیې وزارت مسوولانو هم نن ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې د تېر یوه کال کاري رپوټ رسنیو سره شریک کړ.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي څېړنو انستیتیوت مشر فضل‌هادي صاحب‌زاده وویل، تېر کال د دغه وزارت له لوري ۴۹ قانوني سندونه چمتو او تدقیق شوي دي. هغه وايي، دغو سندونو کې ۳۸ تقنیني سندونه، ۱۰ لارښوونې او یوه اساسنامه شاملیږي.

نوموړي وویل: «د ټولنې قانون مسوده، د ځمکې د غصب مخنیوي قانون مسوده، د رسمي سندونو د ژباړې او تصدیق قانون، د افغانستان اسلامي امارت د ملکي کارکوونکو قانون، له هغو سندونو دي، چې تېر یوه کال کې د دغه وزارت له لوري تصویب او تدقیق شوي دي.»

د عدلیې وزارت مسوولان زیاتوي چې تېر یوه کال کې د دغه وزارت لوري ۷۹ زره او ۵۷۲ غوښتن‌لیکونو یا فردي شکایتونو او ۱۷ زره او ۵۰۶ حقوقي دوسیو ته چې کورنۍ شخړې، مدني او سوداګریزې قضیې په کې شاملیږي، رسېدنه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې وزارت‌خونې او بېلابېلې حکومتي ادارې تېرې څه مودې راهیسې د شفافیت په موخه، د خپل تېر یوه کال کاري رپوټونه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام تر نوم لاندې خبري غونډو کې رسنیو سره شریکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام