په شپږو ولایتونو کې له ۵۳۰ افغان ښځو او نجونو سره د مرکو پر بنسټ، د سلاموطندار د سروې موندنې ښيي چې ۶۱،۱ سلنه ښځې او نجونې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، د ژوند په چارو کې د غوراوي حق نهلري او ۳۹،۹ سلنې یې بیا ویلي، په ځینو برخو کې د غوراوي حق ورکړل شوی دی.
دا نظر پوښتنه په کابل، تخار، بامیان، فاریاب، لوگر او کندز ولایتونو کې شوې چې دا نظرپوښتنه په شپږو ولایتونو کې شوې چې کابل تر ټولو ډېر ۸۴ سلنه او فاریاب هم تر ټولو لږ ۱،۳ سلنه ګډونوال لرل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سروې ګډونوالو بېلابېل عمرونه لرل او ډېره برخه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو پورې ښځې جوړوي او دا د سروې د ټولو ګډونوالو ۴۹،۲ سلنه کېږي.
د نظرپوښتنې موندنې ښيي چې ښځو او نجونو ته د زدهکړو، جامو، د چکر او بوختیا ځای غوره کولو، د لویو کورنیو پرېکړو او د ژوند ملګري غوره کولو حق نهدی ورکړل شوی او پر ځای یې، پلار، ورور او خاوند پرېکړه کړې ده.
د سلاموطندار موندنې ښيي چې ۵۶،۹ سلنه ښځو او نجونو ویلي چې د ژوند په ورځنیو غوراویو کې رول نه لري، ۵۶.۲ سلنه نورو ویلي چې د مېړه انتخاب حق نهلري. همداراز ۳۹.۹ سلنه نورو ویلي چې د ښوونې، ۴۱.۱ سلنه نورو د پوښاک، ۴۷.۸ سلنه نورو هم د ورځنیو مصروفیتونو، ۶۳.۱ سلنې د کورنیو پرېکړو، ۴۷.۸ سلنې د خپلو اوسېدو ځایونو او ۶۱.۲ سلنه نورو هم ویلي چې د تفریح کولو حق نهلري.
د کابل اوسېدونکې خدیجې وویل: «خپله مې د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی خوښېده، خو ټولنه او کورنۍ کې د شته ستونزو له امله مې اجازه پیدا نهکړه چې وېلولم، ځکه ویل کېږي چې دې شرایطو کې یوه ښځه نهشي کولای رسنۍ کې کار وکړي او اړ شوم چې د رشتې خلاف زدهکړې وکړم.»
د ټولنیزو چارو شنونکي او ارواپوهان د انتخاب حق د ښځو له انساني حقونو څخه بولي او وايي، ټولنه کې له ښځو د انتخاب حق اخیستل ناوړه پایلې لرلی شي.
د ټولنیزو مسایلو کارپوه احمدراشد صدیقي وویل: «څنګه چې نارینه حق لري، همداسې ښځې هم حق لري. که ښځې د ژوند چارو کې د غوراوي حق ونهلري، منفي پایلې به ولري. که یوه ښځه د خاوند انتخاب کې حق ونهلري، پایله به یې طلاق وي. که دوی ته حق ورنهکړو، په دې معنی چې هر موضوع پر تحمیلوو.»
په ورته مهال ارواپوه نظامي عزیز سلاموطندار ته وايي، کله چې ښځې ته د غوراوي حق ورنهکړل شي، د کمزورۍ او ناتوانۍ احساس کوي چې په وینا یې، ټولنه او کورنۍ کې خپل ځای له لاسه ورکوي. «که یو بل څوک یې پرځای پرېکړه کوي، نو ټولنه او کورنۍ کې خپل ځای له لاسه ورکوي او د کمزورتیا حس تل تکراروي.»
د ښځو د حقونو فعالان وايي، ښځې په ټولنه کې د انسانانو په توګه د انتخاب حق لري او د دوی انتخاب ته باید درناوی وشي.
د ښځو د حقونو فعاله یلدا عزیزي وايي: «ښځه انسان پیدا شوې او دې ته نهده پیدا شوې چې غوښتنه ونهشي کړای یا هغه څه چې غواړي ترلاسه یې نهکړي. هره ښځه غوښتنه لري چې د خاوند کور کې د نفقې، د ژوند او ازادۍ حقونه لري چې باید ورکړل شي، ترڅنګ یې د زدهکړو، کار او شغل حق هم لري.»
په همدې حال کې د امربالمعروف وزارت ویاند عبدالغفار فاروق سلاموطندار ته په لیکلي لېږلي پیغام کې ویلي: «څو چې شرعي خنډونه نه وي، ښځې واک لري او د ستونزو په صورت کې به دغه وزارت خلکو ته لازمې مشورې ورکوي.»
د يادونې ده چې ښځې د خپل ژوند په ډېرو مواردو کې د انتخاب حق نهلري، داسې حال کې چې د سياسي نظام له بدلون وروسته تر ٦٦ زياتو مواردو کې پر ښځو محدودیتونه وضع شوي.