Asset 1SWN

پل‌علم-ګردیز عمومي سړک د بیارغونې چارې پيل شوې

سرک- بیارغونه

 د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار څخه د پکتیا تر «تېرې کوتل» پورې ۳۶ کېلومټره سړک د ترمیم چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مطبوعاتي مسوول محمد‌رضا کریمي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سړک د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت په راتلوونکو درېوو میاشتو کې بیارغول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کریمي زیاته کړه، یاد سړک د جمهوریت پرمهال د جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی و چې موټرچلوونکو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړې وې.

ده همدارنګه زیاته کړه، د یاد سړک له بیارغونې او ترمیم وروسته به د پل‌علم-ګردیز عمومي لارې په ترڅ کې ټرافیکي پېښې هم د پام وړ راښکته شي.

بل‌خوا د پل‌علم-ګردیز عمومې لارې یوه موټرچلوونکي عبدالله سلام‌وطندار ته وویل، یاد سړک د جمهوریت پرمهال د جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ شوی وو او د لوګر سربېره د پکتیا او خوست موټرچلوونکو او مسافرو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړي دي.

ده وویل، که دغه سړک په معیاري توګه بیاورغول شي، د لوګر سربېره د پکتیا، پکتیکا او خوست مسافر به هم بې له ستونزو پرې تګ‌راتګ وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کابل-ګردیز عمومي سړک شاوخوا سل کېلومټره اوږدوالی لري او د کابل له چهاراسیاب څخه تر پل علم ښار پورې دوه لینه او له پل علم څخه تر ګردیز پورې یو لینه سړک تېر شوی ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام