Asset 1SWN

بغلان کې وروستیو سېلابونو ګڼ‌شمېر لرغوني اثار او تاریخي سیمې ویجاړې کړي

۱۲۲۱۲۱۲۲

بغلان د هېواد په شمال کې پروت هغه ولایت دی چې ګڼ‌شمېر تاریخي سیمې او لرغوني اثار لري. د دغه ولایت «کافرکلا» په څېر ځينې یاد لرغوني ځایونه ان ۲زره کاله لرغونتوب لري او د کوشانیانو او بودایانو له دورې څخه پاتې دي.

دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو یوشمېر تاریخي اثار او لرغونې سیمې په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى امر عزت ميرحقاني وايي، وروستيو سېلابونو د دغه ولایت په دهنه غوري، ډنډي غوري، بُرکې، جلګې، نهرين، خوست او ګذرګاه‌ نور ولسواليو کې تاريخي اثار او لرغونې سیمې زیانمنې او په بشپړه توګه ویجاړې کړي.

هغه وویل: «ځینې سیمې دي چې په بشپړه توګه ویجاړې شوي، لکه بُرکه، جلګه، نهرین او ځینې نورې ولسوالي لکه د پلخمري، ختیځې سیمې، یا د ډنډغوري سیمه چې سرخ کوتل سیمه ده یا هم مرکزي بغلان کې لرغوني اثار او سیمې چې قسمي ویجاړې شوي.»

د بغلان یوشمېر اوسېدونکي وایي، لرغوني او تاریخي اثار د هېواد د لرغوني تاریخ او فرهنګ ښکارندویي کوي او له مسوولانو غوښتنه کوي چې د تاریخي ابداتو او اثارو ساتنه وکړي.

د بغلان اوسېدونکي محمدشېروان وویل: «لکه څنګه چې له ظاهره ښکاري ډېر ویجاړ شوي. دغه شېر او هغه اس چې لیدل کېږي، ډېر خراب شوي، بیارغونې ته اړتیا لري. حکومت باید دې برخې ته پام وکړي، تاریخي ابدې د یوه هېواد هویت دی.»

د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي ذبېح‌الله هم وویل: «پخوا یې پام کړی و، خو هغه ډول چې په‌کار ده، پام نه‌دی شوی. موږ له دولت غواړو چې دې برخې ته پام وکړي او بیا یې ورغوي، ځکه لرغونې سیمه ده او سیلانیان ورته راځي او له اقتصادي اړخه هم ښه ده، که بیاورغول شي، ښايي د دولت عواید هم ورسره ښه شي.»

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان زیاتوي چې د دغه ولايت ډېرى تاريخي ابدات او لرغوني سيمې د طبيعي پېښو له امله ويجاړې شوي او د له‌منځه تلو په حال کې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بغلان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له‌خوا ١٢٦ تاريخي سیمې ثبت شوي چې ٩٠سلنه يې ساتنې او بيارغونې ته اړتيا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام