Asset 1SWN

د ایران ولسمشر د چورلکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی

AA-20240114-33435058-33435055-IRANIAN_PRESIDENT_EBRAHIM_RAISI

د ایران ولسمشر ابراهییم رییسي د دغه هېواد په ختیځ کې د چورلکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایران دولتي رسنۍ «صداوسیما» د نوموړي د مړینې خبر خپور کړی دی.

له نوموړي سره د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د اذربایجان والي مالک رحمتي، د تبریز امام جمعه سیدمحمد علي‌الهاشم، د ولسمشر د ساتونکې ډلې قومندان سردار سیدمهدي مسوسوي او د چورلکې خدمه هم مړه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړۍ ګڼ‌شمېر هېوادونو د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړې او دغه هېواد سره یې خواخوږي شریکه کړې.

د عراق، هند او اذربایجان هېوادونو د یادې پېښې له کبله دغه هېواد سره خپله خواشیني ښودلې.

د حماس ډلې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي، بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او نورو چارواکو پر مړینه خواشیني ښودلې.

یاده ډله چې دا مهال  فلسطین کې له اسراییلو سره پر جګړه بوخته ده، د رییسي د مړینې له امله ایران او د دغه هېواد ولس ته خپله خواخوږي وړاندې کړې.

دې ډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ له خپل ورور ایران او اسلامي جمهوري سره په دې ګډ غم کې ځان شریک بولو چې دې پېښې د ایران تر ټولو د غوره رهبرانو ژوند واخیست.»

د ابراهیم رییسي لېږدوونکې چورلکه هغه مهال له پېښې سره مخ شوه چې له اذربایجان سره پر سرحدي ارس سیند د رغول شوي قیزقعله سي بند پرانیستل‌کېدو وروسته بېرته تبریز ته روانه وه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران ختیځ کې د اذربایجان ولایت د ورزقان او جلفا سیمو ترمنځ دیزمار ځنګل د پېښې اصلی ځای بلل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام