Asset 1SWN

افغانستان کې د «ټاپي پروژې» عملي چارې پیل شوې

GXK3ZFCX0AA1yhz

افغانستان کې د ټاپي پروژې د لومړي فاز چارې له ترکمنستان څخه تر هرات ولایت پورې نن چهارشنبه، وږي ۲۱مه د سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړوپوړو چارواکو له لوري په رسمي توګه پرانېستل شوې.

د سرپرست حکومت او ترکمنستان لوړپوړو چارواکو د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د پرانیستو مراسمو کې د دغه ډول سترو پروژو د پلي‌‌کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکمنستان ولسمر سردار قلي بردي محمدوف وویل: «دغه پروژه د دوستي د حسن‌نیت او د افغانستان او ترکمنستان د خلکو د ورورولۍ نښه ده. د دغې پروژې عملي کولو کې د افغانستان له ګډون منندوی یو.»

د کابل او عشق‌اباد ترمنځ د هوکړې پر بنسټ، ټاکل شوې تر دې وروسته افغانستان کې د ټاپي پروژې ترڅنګ، د نوري فایبر، د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ او د نورالجهاد د برښنا سب ستېشن پروژې هم عملي شي.

د سرپرست حکومت مسوولان وايي، په ارزانه بیه ګازو ته لاسرسی، ترانزیتي عواید، د ترانزیتي اړیکو پراختیا او هېواد کې د انټرنیټ کیفیت ښه کېدل، د افغناستان لپاره د دغو پروژو له مهمو ګټو څخه دي.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د دغو پروژو اهمیت په اړه وویل: «د خوښۍ ځای دی چې د افغانانو ستر ارمان د پوره کېدو په حال دی او ۳۰ کاله دې پروژې ته په تمه وو، دا پروژه د افغانستان اقتصاد لپاره مهمه ده.»

د ټاپي پروژې عملي کولو هوکړه‌لیک د جمهوري نظام پرمهال د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند ترمنځ لاسلیک شو.

د ټاپي نل‌لیکې د چارو حال

که څه هم د سرپرست حکومت مسوولان د دغه قرارداد په اړه ډېر جزییات نه‌ورکوي، خو وايي،، دغه هوکړه‌لیک کې یې د افغانستان په ګټه یو لړ بدلونونه راوستي دي.

چارواکي ټینګار کوي او وايي چې د ټاپي پروژې چارې په جدیت سره د کابل او عشق‌اباد له لوري پیل شوي او د لومړي فاز چارې یې د شاوخوا ۶۰۰ میلیون دالرو په ارزښت د افغانستان خاوره کې پلې کېږي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل: «د ټاپي پروژې د لومړي فاز بودیجه ۶۰۰ ډالره دی او د ترکمنستان له لوري ورکول کېږي.»

د سرپرست حکومت د مسوولانو په وینا، د ټاپي پروژې له پیلېدو سره به لسګونه زره افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

ټاپي هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز لېږدونې پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی او په افغانستان کې د ټاپي نل‌لیکې اوږدوالی ۸۱۶ کیلو مټره دی چې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د امنیت او اړینو بنسټیزو زېرمو نه‌شتون کلونو راهیسې د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې له ځنډ سره مخ کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام