Asset 1SWN

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په درې ورځني سفر ایران ته تللی

GTpYbGUbkAAE943

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر په خپل لومړني بهرني سفر کې د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به ایران ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت رسنیو ته وویل چې محمدعبدالکبیر او ورسره پلاوی به دغه درې ورځني سفر کې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ، د دغه هېواد له یوشمېر دولتي چارواکو سره هم وګوري.

هغه زیاته کړه چې په دې سفر کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل او د همکاریو په پراختیا هم خبرې وشي.

نوموړي وویل: «په دغه درې ورځني سفر کې به د ریاست‌الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او د دغه هېواد له نورو چارواکو سره به هم وګوري. په دغو ناستو کې به د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او ترانزیتي اړیکو او همداراز په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې په دې وروستیو ورځو کې دغه هېواد کې د نوي حکومت له جوړېدو سره پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام