د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي چې ماشومان یې د «بیزو چیچکې» پر ناروغي اخته شوي، سلاموطندار ته وايي، دې وروستیو کې یې دغه ناروغي سیمو کې زیاته شوې چې دوی یې اندېښمن کړې دي.
دوی له سرپرست حکومت غواړي چې په یادو ولایتونو کې د دې ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
عبدالقدیر چې ماشومان یې پر دې ناروغي اخته شوي، سلاموطندار ته وايي، ماشومان یې پر دې ناروغي اخته شوي او ډېر یې ځوروي.
نوموړي وویل: «د بیزو چیچک ناروغي ځورونکې ده، دانې یې چې اوبه لري، د ماشومانو پر مخ راخېژي. دا ساري ناروغي ده او له یوه ماشوم بل ماشوم ته لېږدول کېږي او ښوونځي کې ډېره ده.»
د پنجشېر اوسېدونکې قدریه چې ماشومان یې پر دې ناروغي اخته شوي، وايي، دوه ماشوم روغتون له بسترېدو وروسته روغ شوي او په وینا یې، دا یوه ګواښوونکې ناروغي ده.
هغه وویل: «تبه یې لرله، له پوزې به یې اوبه راتلې، ستوني به یې درد کاوه، پر ځان یې دانې راختلې او د زکام نښې یې لرلې. د پنجشېر عامې روغتیا څخه مې غوښتنه دا ده چې باید د دې ناروغیو مخه ونیسي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.»
په ورته مهال د کاپیسا اوسېدونکی سیدانس وايي چې د کورنۍ غړي یې پر دې ناروغي اخته شوي او وېره لري چې دی به هم پر یادې ناروغي اخته شي. «مشر ورو مې پر دې ناروغي اخته شوی، حتا ژاړي. درې ځله ډاکټر ته لاړ، له ټولګيوالو یې سرایت کړی. د دې ناروغي مخه باید ونیول شي.»
د پنجشېر اوسېدونکي شاداب هم وویل: «ډېره ګواښوونکې ناروغي ده. کله چې د کس پر بدن راوخېژي، غمګینېږي. کله چې ښوونځي ته ځي زدهکوونکي او ټولګوال یې بیزو چیچک ورته نعارې وهي.»
د پروان د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو مسوول سیدحسین سیر هم دغه ولایت کې د یادې ناروغي خپرېدا تاییدوي او وايي، هڅه کوي چې مخه یې ونیسي. «پروان کې زیاته شوې. د عامې روغتیا ریاست ټیمونه لري چې سیمو ته ځي او ناروغان له نږدې ګوري.»
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مرستیال خواجهاقا غفوري وویل: «پنجشېر کې ۷۷ پېښې ثبت شوي دي. که څوک پر دې ناروغي اخته کېږي، باید روغتون ته مراجعه وکړي، څو درملنه یې وشي.»
د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست د رسنیو څانګې مسوول لالاګل قادري بیا وویل: «کاپیسا کې د روان کال تر پیله تراوسه ۶۶ کسان پر دې ناروغي اخته شوې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ډاکټرانو په باور د بیزو چیچک ناروغي باندې د اخته کېدو لاملونه د یوه کس د بدني خوندیتوب کمزورتیا، ناسالمه تغذیه او روغتیا ته نه پاملرنه بولي.