Asset 1SWN

هلمند کې د کبانو روزنې فارمونو شمېر ۳۰۰۰ ته لوړ شوی

20240507_112226(0)

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون  په مارجې، نوزاد، کجکي، نادعلي، ناوه او نهرسراج ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۳۰۰۰ فارمونه جوړ شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې مدیر شامحمد خان وايي، ۷۰۰ فارمونه په تېرکال او ۵۰۰ هغه یې، سږکال په معیاري ډول جوړ شوي او پاتې یې د خلکو له‌خوا په غیرمعیاري توګه جوړ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «زموږ سره معیاري ثبت او راجستر ۱۲۰۰ فارمونه دي او د دې ترڅنګ نور فارمونه هم موږ لرو او هغه په اساسي ډول نه‌دي جوړ، ۱۸۰۰ په شاوخوا کې دي او په مجموع کې موږ په دغه ولایت کې ټول‌ټال ۳۰۰۰ فارمونه لرو.»

نوموړي همداراز زیاتوي، د کبانو بچیو لپاره د روزنې د یوه معیاري فارم جوړېدو په موخه د زون په کچه هڅي روانې دي چې ډېر ژر به هلمند کې  پر پنځه جریبه ځمکه ورته یو فارم جوړ شي.

هلمند کې د کبانو روزنې یو‌شمېر فارم‌لرونکي وايي چې له خپل کاروباره خوښ دي او په وینا یې، حکومت دې په کوردننه د کبانو تولید او روزنې لپاره هڅې پیل کړي.

د لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې بولان سیمه کې د کبانو روزنې یو فارم‌لرونکی رحمت‌الله وویل: «ما سږکال دغه فارم جوړ کړي، شاوخوا ۳۰کسان راسره په دغه فارم کې پر کار بوخت شوي او اتلس لکه ۱میلیون او ۸۰۰زره» افغانۍ لګښت پرې راغلي، ۱۰زره د کبانو بچي دغه فارم کي تر روزنې لاندې دي. امید شته چې زیاته ګټه راته وکړي، ځکه ډېر زحمت مي ورسره کښلی دی.»

د نادعلي ولسوالي یو فارم‌لرونکی عبدالعلي هم وايي: «د کبانو بچي د لښکرګاه اړوند فارمونو څخه وړو، خو عاید یې ښه دی، د کاله زه ۷۰۰ کبان روزلی شم، ګټه یې ښه ده. د کور ګوزاره مې پرې کېږي، زه د کال څخه له ۴۰ څخه تر ۵۰زره له یو ډېر کوچني فارم څخه عاید لرم.»

بل‌خوا بیا په دغه ولایت کې د کبانو فارمونو ټولنې مشر حاجي قدرت الله وفادار وايي، دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر کسانو د کبانو روزنې ته مخه کړې او ترڅنګ یې په زرګونه فارمونه جوړ شوي، خو زیاتوي، لویه ستونزه د کبانو بچیو ده چې له پاکستان او نورو هېوادونو راوړل کېږي.

نوموړي وویل: «که دلته د کبانو بچیو لپاره یو فارم جوړ شي، نه یوازې هلمند ته به یې ګټه ورسیږي، نورو ولایتونو به هم پر پښو ودرېږي، دا ځکه اوس د دې ولایت  څخه زیات کبان کندهار، فراه، نیمروز، هرات او ان کابل ته لاهم وړل کېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په هلمند کې ۴.۵ کیلوګرامه کبان له ۷۵۰ افغانیو څخه نیولي بیا تر ۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي. د مسوولانو په وینا، تېرکال هلمند کې ۷۰ ټُنه کبان تولید شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام