Asset 1SWN

سلام وطندار

د شمالي‌کوریا مشر په لومړي ځل د پوتین ډالۍ شوی موټر وچلاوه

FILE PHOTO: An Aurus limousine of Russian President Vladimir Putin's motorcade is parked outside the Great Hall of the People during the Belt and Road Forum in Beijing, China, October 18, 2023. Sputnik/Dmitry Azarov/Pool via REUTERS/File Photo

د شمالي کوریا مشر کېم‌ جونګ اون د لومړي ځل لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري د ډالۍ په توګه ورکړل شوی «روسي لېموزین» موټر چلولی دی.

نوموړي «جمعه، مارچ، ۱۵مه» دغه موټر چلولی دی. د Aurus Senat په نوم یاد ګران‌بیه موټر د روان کال فبرورۍ کې شمالي کوریا ته رسېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ له هغه وخت راهیسې اړیکې نږدې شوې چې د تېرکال سپټمبر کې د شمالي کوریا مشر روسیې ته په سفر لاړ.

د روسیې دولتي رسنیو د راپور له مخې، Aurus د روسیې جوړ شوي لومړی برانډ موټر دي او وروسته له هغې چې پوتین ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشرۍ لوړې مراسمو کې وکاراوه، د لوړپوړو چارواکو کاروانونو کې ترې استفاده کېږي.

کېم جونګ اون ګڼ‌شمېر بهر کې جوړ شوي، د ګران‌بیه موټر لري چې باور دی، دغه هېواد په قاچاقي توګه لېږدول شوي دي.

نور هغه لېموزین او ګران بیه موټر چې د شمالي کوریا مشر ترې استفاده کوي «Mercedes-Maybach S600, Pullman Guard, Maybach S62» موټر دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ملګروملتونو هم په ۲۰۲۱کال کې راپور ورکړی و چې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت له عربي متحده اماراتو د چین نینګبو او له هغه ځایه شمالي کوریا ته د ګران بیه موټرو د لېږد هڅه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام