د ازموینو ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني نن (یکشنبه، ثور ۷) کابل کې یوې غونډې ته وویل، د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کیږي چې د جوزا میاشتې په ۷مه پیل او د سرطان تر ۲۰مې دوام کوي.
دی وايي، لومړی پړاو به یې د جوزا میاشتې په ۷، ۸، او ۹ نېټه ۱۱ ولایتونو (میدانوردګ، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او ډایکندي) کې ترسره شي.
د دویم پړاو به هم د جوزا میاشتې په ۲۸، ۲۹ او ۳۰مه نېټه (ننګرهار، کندهار، نیمروز، پکتیا، نورستان، لغمان، هلمند، زابل، کونړ، خوست، فراه او ارزګان) ولایتونه کې ترسره شي.
د ازموینو ملي ادارې مشر زیاته کړه چې د سږکال کانکور ازموینې درېیم پړاو د سرطان په ۵مه او ۶مه او څلورم پړاو هم د سرطان میاشتې په ۱۳مه ترسره کیږي چې (تخار، جوزجان، بادغیس، کندز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان) ولایتونه په کې شاملیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه پنځم پړاو چې په کابل ولایت کې د سرطان په ۲۰مه نېټه اخیستل کېږي، د دیني مدرسو، اختصاصي (څوارلسم پاسانو)، د ولایتونو غیر حاضرانو، بهر مېشتو او د شپې پوهنځیو ازموینې ته ځانګړی شوی دی.
د ازموینو ملي اداره ولس ته ډاډ ورکوي چې ازموینه به په بشپړ شفافیت ترسره شي، څو وړ او استعداد لرونکي کسان لوړو زدهکړو ته لاره پیدا کړي.
د ازموینو ملي ادارې مسوولان همدارنګه وايي، چې سږکال د ماسټرۍ پروګرام کې د جذب ظرفیت ۳۰۰۰، د لوړو زدهکړو د جذب ظرفیت ۷۶ زره او ۴۰۰ او د نیمهلوړو زده کړو د جذب ظرفیت ۳۳ زره ۵۰۰ او ۵۰ تنه دی.
چارواکي زیاتوي چې د سږکال کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی او د ازموینې لپاره پوښتنې د پوهنې وزارت د موجوده نصاب له مخې په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو جوړې شوي دي.
