Asset 1SWN

سلام وطندار

عامې روغتیا وزارت ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ

B6683E19-BE36-4C57-8500-CF66DCF62470_w1200_r1

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن شنبه د چنګاښ ۱۷مه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې یې د پولیو «ګوزڼ» ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې څلور ورځې به دوام ولري.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم‌ عمره ۱.۲ میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان‌ امرخېل سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کمپاین یې په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې پیل کړی چې د روانې اوونۍ تر سه‌شنبه به دوام وکړي.

هغه وویل: «د عامې روغتیا وزارت له پلان سره سم به ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي او ټاکل شوې چې دې کمپاین کې ۱.۲ میلیونه ماشومان واکسین شي. دا کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان دغه ولایت کې له کورنیو غواړي چې له پنځو کلونو ښکته خپل کوچني ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغۍ په‌کې په بشپړه توګه له‌منځه نه ده تللې او روان کال دواړو هېوادونو کې د پولیو تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې د سږکال له پیله تراوسه بیا هېواد کې پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې ختیځ ننګرهار ولایت کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام